طالبان دې د مالي سرچینو وضاحت ورکړي

comments 0

هندوکش_ کابل: ولسمشر له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه چې له جرمي اقتصاد، له غیر قانوني مالي سرچېنو سره تړاو او نورو ترهګریزو ډلو د اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني چې تیر ماښام یې د زلمي خلیل زاد سره یو ځای ارګ کې راټولو کسانو ته خبرې کولې وویل، طالبان او پاکستان دې خپلو دوه اړخیزو اړیکو د ټینګښت اساس ښکاره کړي.
ولسمشر غني وویل، ورستیو ورځو کې د سولې پروسې لپاره زیاد مهم مسایل روښانه شوي خو هغه دا هم وویل، له امریکا سره ګډو نورو هڅو ته اړتیا ده څو باعزته سولې ته ورسیږو.
د امریکا او افغانستان اړیکو ته په اشارې ولسمشر وویل، د پخوا په پرتله اوس بشپړ باور او د متقابلو ګټو لپاره اړیکې نوره هم ټینګې شوي او په خپل حال دي.
ولسمشر چې ښايي غوښتل یې له امریکا او په ځانګړي ډول له خلیل زاد سره خپلې اړیکې عادي وښيي وویل، خلیل زاد سره روښانه کاري مرحلې پر سر هوکړې ته رسیدلی یو، چې د هغه په چوکات کې به ټول مالومات د مشخصې اجنډا او دوامداره مشورو په رڼا کې شریکې او له مخې به یې پریکړې کیږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments