طالبان دې د فتحې خوب نه ګوري؛ د هوکړه لیک ټولې مادې مشروطې دي/ نوید احمد څرک

comments 0

د امریکا او طالبانو له هوکړې سره یو ځآی افغان حکومت او افغانانو له ناټو او امریکا سره نویو هوکړو ته اړتیا پیدا کړه، ځکه چې موږ د ناټو سازمان او امریکا متحدو ایالتونو سره امنیتي معاهدې لرو چې په مشورتي لویه جرګه کې د افغان ولس له استازو سره پرې مشوره شوې او ملي شورا تصویب کړي او دغه معاهدې پر خپل ځای دي.
نن په افغانستان کې د پایداره سولې د ټینګښت په خاطر د امریکا متحدو ایالتونو سره ګډه اعلامیه صادره شوه، چې ددغې اعلامیې د مادو په تطبق سره په افغانستان کې دایمې سولې او ثبات ته لار هوارېږي.
په دغه ګډه اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې د بین المللي قوانینو پر بنسټ د امریکا متحد ایالتونه او نړیواله ټولنه د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملګرو ملتونو سازمان د غړي په توګه د یوه خپلواک دولت په حیث پېژني.
د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو او د افغانستان او ناټو سازمان ترمنځ امنیتي هوکړه لیکونه پر خپل ځای دی او دا په دې مانا دي چې په امنیتي او دفاعي برخو کې د دوی ژمنې او همکارۍ دوام مومي.
افغان ولس د جګړې په ډګر کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیو قدرداني کوي. د دغو ځواکونو رول او مسوولیت په سوله کې لازیاتېږي، ځکه دوی له سولې ساتنه کوي، د طبیعي افتونو له زیان لیدونکو سره مرسته کوي او د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي نوامیسو څخه په پیاوړي ډول دفاع کوي.
دغه ګډه اعلامیه به د بین المللي ټولنې په ځانګړي ډول امریکا سره زموږ اړیکې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ استواره وي ، په دغه اعلامیه کې د څلوېښت کلن بحران د پایته رسولو او په سوله ییزه توګه د جګړې ختمولو پر لاروچارو هوکړه شوی ده.
هغه سوله ییزه حل لار چې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په پایله کې ترلاسه کېږي، موږ ټول به په ګډه د هغې د عملي کولو ګام پورته کړو او د افغانستان اسلامي جمهوریت تر چتر لاندې به زموږ مذاکراتي ټیم ټول شموله وي.
ولسمشر په واضح ډول وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو د موافقتنامې ټولې مادې مشروطې دي او د دغې موافقتنامې مادې هغه مهال د تطبیق وړ دي چې طالبان په موافقتنامه کې ټولې درج شوې مادې عملي کړي.
له دې سره امریکا دغه اعلامیه د افغانانو او امریکا د اوږدمهاله ګډ تعهد عمق وښود چې له یوه بل سره کار وکړي او له مذاکراتو وروسته د جګړې پر پایدار ختمولو چې د ټولو افغانانو په ګټه ده، بریالي شي.
امریکا ویلي، د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړه مستقیمې ناستې ته لار هواروي چې یوه دایمي او جامع اوربند ته ورسېږي. افغانستان د هغه امنیت او هوساینې لایق دی چې له سولې او ثبات څخه ترلاسه کېږي او دا هغه وخت شونی ده چې افغانان په مشترکه توګه له دغې موقع څخه استفاده وکړي.
د امریکا متحد ایالتونه او بین المللي شریکان افغانستان سره خپلو اوږدمهاله امنیتي مناسباتو ته ژمن دي او موږ له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو.
ناټو د ګډې اعلامیې په تړاو ویلي، د افغانستان اسلامي جمهوریت او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ ګډه اعلامیه او په دغه هیواد کې د ویجاړونکې جګړې د ختمولو په خاطر د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو هوکړه لیک په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره دی چې مستقیمو مذاکراتو ته به لار پرانیزي.
ناټو غړي هیوادونه به د ۲۰۰۱ کال په څېر د افغان ولس تر څنګ ولاړ وي او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ ته به دوام ورکړي.

Comments