طالبان دې د خپلو مشرانو سرنوشت وګوري//عبدالمنان توحیدیار

comments 0

د جمعې په ورځ د پاکستان د ترهګرۍ ضد یوې محکمې کراچۍ ښار کې کې د طالبانو د مخکیني مشر ملا اخترمحمد منصور جایدادونه لیلام کړل.
جالبه دا چې د ملا منصور د جایدادونو قیمت ۳۲ میلیونه کلدارې ټاکل شوی او لیلام ته وړاندې شوی چې بولي به پرې وشي.
لومړی سوال همدا دی چې ملا منصور دومره جایداد په کویټه او کراچۍ کې له کمه کړ چې ارزښت یې ۳۲ میلیونه کلدارو ته رسیږي.
دویمه دا چې د طالبانو مشران تر هغې پاکستان ته مهم دي چې د پاکستان په درد خوري او د هغوی لپاره کار کوي.
خو طالبانو به یې له دې زده کړي؟
نا هیڅکله یې نه زده کوي، ځکه طالبان تر مرګه پاکستان ته وفادار دي او کله چې مړه شي، دوی یې هم کیسه کې نه دی، خو چې یواځې د دوی په ژوند باندې هر څه امتیازات ورکړل شي.
ملا اخترمحمد منصور پاکستان ګټو ته ډيره وفاداره و او کله چې د ایران او پاکستان په هوکړه هغه ایران ته سفر وکړ چې د طالبانو تحریک د ایران په واک کې ورکړي، بلوچستان کې په نښه شو او له منځه یوړل شو.
پر ملا منصور ۲۰۱۶م کال کې بې پيلوټه الوتکې برید وکړ او داسې له منځه لاړ چې جسد یې هم نه و مالوم، یواځې پاکستانی شناختي کارډ او پاسپورټ یوه برخه یې روغ پاتې و.
اوس چې ملا منصور کیسه ختمه شوه او ملا هیبت الله د هغه پر ځای وګمارل شو، د کویټې ښار یوې برخه کې اوسیږي او امنیت یې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې نیولی دی.
ملا هیبت الله یو قدم هم د پاکستان حکومت له امر پرته نه شي اخیستلی او ټولې غونډې او ګرځیدل یې د پاکستان حکومت په مهالویش دي.
په دې کیسه د طالبانو مشران ښه خبر دي چې جګړه د څه لپاره ، څوک یې پیسې ورکوي او اهداف څه دي؟
خو له دې کیسو نور وسله وال چې په جګړه کې دي، نه خبروي، ځکه که هغوی له دې اصلیت خبر شي، یوه ورځ جنګ هم نه کوي.
د طالبانو وسله وال چې سر یې په لاس کې نیولی، ځینې د خپلو شخصي ګټو لپاره جګړه کوي او ځینې له ځانه ناخبره په یو او بل نوم باندې خلک وژني.
د طالبانو مشران چې د پاکستان ګټو ته ژمن دي، لږ تر لږه له پاکستان حکومت خو به یې دا پوښتنه کړی وی چې د دوی د مشر جایداد ولې لیلام کوي.
خو ښکاره ده چې دا پوښتنه نه شي کولی، ځکه همدا پيسې د پاکستان ادارو ورکړی دي او دې پرې پانګونه کړې وه.
نو ویلی شو چې د طالبانو مشران یواځې هغه مهال د پاکستان لپاره مهم دي چې د هغوی د ګټو لپاره کار کوي، کله چې سرغړونه کوي وژل کیږي او کله چې ووژل شي، ټوله پانګه یې کنګل کیږي او لیلام کیږي.

Comments