طالبان: دوحه کې مخامخ خبرې پیلېدونکې دي

comments 0

هندوکش ــ کابل: طالبانو ویلي، د افغان حکومت یو پلاوی د چمتوالي لپاره قطر ته رسېدلی، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچینه زیاتوي‌چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر به هم د سې شنبې او چارشنبې ترمنځ شپه دوحې ته ورسېږي.
ویل کېږي چې ملا برادر تېره اوونۍ اسلام باد ته له سفر وروسته تر دې دمه هماغه هېواد کې و.
همدا راز د امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم دوشنبه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تیلیفوني خبرو کې د افغانانو د خپلمنځيو خبرو د سملاسي پیلېدو پر اړتیا غږېدلی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments