طالبان خپلو کې یو بل وژلي

comments 0

هندوکش – پکتیکا: راپورونه وایي، په پکتیکا کې خپل منځي نښتې نهه طالبان وژلي او درې ټپيان دي.
د پکتیکا امنیه قوماندان محمد عظیم هاشمي وایي، تېره ورځ ناوخته په اومنې ولسوالۍ د طالبانو ترمنځ اختلاف رامنځته شوی دی.
هاشمي وایي، د طالبانو یو قوماندان عبدالحق د دولت پلوي کړې چې د نورو له مخالفت سره مخامخ شوی دی.
د قوماندان په خبره، په دغه اختلاف کې ځانمرګی برید شوی چې نهه طالبان وژل شوي او درې ټپيآن دي.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
عمران احمدزې

Comments