طالبان بیا له امریکا سره خبرې کوي

comments 0

هندوکش – پاکستان: ټاکل شوې چې را روانه دوشنبه امریکایي چارواکي له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان تېره ورځ په پېښور کې یوې غونډې ته ویلي چې دغه ناسته پاکستان برابره کړې.
عمران خان ویلي چې امریکا اوس له پاکستان داسې غوښتنه کوي چې ګڼې د طالبانو پر ضد اقدام وکړي بلکې په افغانستان کې پر سوله ییز حل ټینګار کوي.
عمران خان نه دي ویلي چې دغه ناسته په چیرې او د کومې کچې طالب او امریکايي چارواکي به په کې ګډون وکړي.
وروسته له هغې چې امریکا د افغان سولې پروسې ته زلمی خلیلزاد د استازي په توګه وټاکه د سولې خبرې چتکې شوي دي.
دادان وزیري

Comments