طالبان بټي کوټ کې ښوونځي وتړل

comments 0

0 Views

هندوکش – ننګرهار: وروسته له هغې چې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې پر طالبانو هوایي بریدونه او ځانګړي عملیات زیات شول، طالبان یې به غبرګون کې ټول ښوونځي تړلي او ښوونکو ته یې ویلي چې ښوونځي ته ور نه شي.
طالبانو لومړۍ د دې ولسوالۍ اړونده سیمو کې مخابراتي خدمات بند کړی او بیا یې د ټولو ښونځیو د بندیدو پریکړه کړې، طالبانو ویلي چې تر هغې ښوونځیو ته اجازه نه ورکوي چې ځانګړي عملیات بند شوي نه وي.
په تېره یوه میاشت کې ځانګړو ځواکونو د دې ولسوالۍ اړونده سیمو کې ځانګړي عملیات کړي چې د طالبانو مهم قومندانان پکې وژل شوي دي.
طالبان چې اوس یې پر افغان ځواکونو زور نه رسي، زور له ولس وباسي او ماشومان له دزه کړو بې برخې کوي.
فرهاد شهرانی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply