طالبان: بندیان له پروسې سره سم نه دي خوشي شوي

comments 0

هندوکش ــ کابل: وسله والو طالبانو ویلي، دوی د هغو بندیانو خلاصون نه تائیدوي چې له امریکا سره د دوی خپلمنځي هوکړې له شرایطو سره برابر نه وي. یاده ډله وایي چې د افغان حکومت له بنده ازاد شوي سل تنه بندیان له ټاکل شوې پروسې سره سم نه دي خوشي شوي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد همدا راز وویل چې کابل ته تللی پلاوی یې بېرته ستون شوی دی. دې پلاوي له تېرو څو ورځو راهیسې له افغان چارواکو سره د بندیانو پر موضوع خبرې کولې.
له دې وړاندې افغان حکومت چارشنبه اعلان وکړ چې سل تنه طالب بندیان یې خوشي کړي دي. دا بندیان د هغه فرمان له مخې خوشي شوي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني د مارچ پر ۱۱مه نېټه صادر کړی و.
دا په داسې حال کې ده، چې د وسله والو طالبانو نظامي کمیسیون د قطر دفتر په دې تورن کړی و، چې د دوی لخوا په ورکړل شوي لېست کې لاس وهنه کړې ده او د نورو هېوادونو او ترهګریزو ډلو کسان پکې اضافه شوي و، دوی د طالبانو له رهبرۍ په د طالب بندیانو په لېست د دوباره کتنې غوښتنه کړې وه.

Comments