طالبان او د ایران سپاه پاسداران د نشه يي توکو د سترې مافيا يوه برخه

comments 0

هندوکش: د افغان هوايي ځواک له پياوړتيا سره سم پر طالب ترهګرو له هرې خوا کړۍ را تنګه شوې او دوی ورځ تر بلې خپل پخوانی زور له لاسه ورکوي.

په نوې کړنه کې افغان ځواکونو ويلي دي چې له نړۍ والو متحدینو سره په ګډه يي په سويل لويدیځ کې د طالبانو د نشه يي توکو يولس ستر مراکز له منځه وړي دي.

یاد بریدونه چې په فراه او نيمروز کې شوي دي پکې د طالبانو ياد مراکز او يوه اندازه جنګي وسايل هم له منځه وړل شوي دي.

په سويل لويديځ کې د طالبانو ځينو ځايي مسولینو له هندوکش سره د نوم نه ښودلو په شرط په خبرو کې ويلي دي چې په نيمروز او فراه کې د طالبانو په دې مرکزونو کې پروسس شوي کوکنار به د ایران د سپاه پاسداران ډلې ته سپارل کيدل او دوی به بیا اروپا ته وړل.

يوې سرچينې وویل:« سپاه پاسداران او آی اس ای په کال تر درې ملياردو ډالرو پورې د نشه يي توکو د کاروبار له درکه تر لاسه کوي او په افغانستان کې د دوی ددې ناقانونه کاروبار شریکان طالبان دي.»

دوی وايي:« طالبان په ازادانه ډول نشه يي توکو صفري سیمو ته رسوي له هغه ځايه يي بیا کم کم ایران او پاکستان ته اړوي او هلته بیا په ازادانه ډول يي سپاه پاسداران د اروپا تر بازارونو پورې رسوي.»

استخباراتي شنونکي وايي:« طالبان په افغانستان کې  د جګړې د تمويل لپاره له ناقانونه اخاذيو، نشه يي توکو او سړي تښتونې پرته بل کار نلري، آی اس ای او د ایران سپاه پاسداران هم چې په خپلو ملکونوکې څومره عايدات په پټه تر لاسه کوي ولسونه يي نه دي پرې خبر او همدا پیسې بیا دوی په افغانستان، عراق، سوريه، يمن او… کې په خپلو ناقانونه کړنو او تروريزم په تمویل لګوي.»

دوی وايي:« ایران په کال کې دوه ميليارده ډالر او پاکستان په کال کې درې ميلیارده ډالر له نشه يي توکو څخه تر لاسه کوي.»

په افغانستان کې يو شمېر رسنیو ته ځايي مسولینو ويلي دي چې بهرنیو ځواکونو په لومړي ځل د هلمند تر څنګ  په فراه او نيمروز کې هم د طالبانو د نشه يي توکو د پروسس مراکز په نښه کړي دي او له منځه يي وړي دي.

امریکايي قومندان جنرال جميز هيکر پژواک خبري آژانس ته ويلي دي چې د يولس سترو فابريکو تر څنګ طالب ترهګرو ته په دې هوايي بريدونو کې درانه ځاني زیانونه هم اوښتي دي او په  دې يولس کارخانو کې شته نشه يي توکي هم له منځه وړل شوي دي.

نوموړی وايي:« طالبان چې له تریاکو او پوډرو کومې پيسې پيدا کوي بیرته يي پر افغان وژنه لګوي.»

تر دې مخکې په هلمند کې هم د طالبانو د پنځوس ميلیونه ډالرو په ارزښت د نشه يي توکو د پروسس مرکزونه له منځه وړل شوي وو او همداسې د کندهار په بند تيمور سیمه کې هم د طالبانو د نشه يي توکو د پروسس مراکز له منځه يو وړل شول.

استخباراتي شنونکي وايي چې د ایران سپاه پاسداران، آی اس آی، کې جي بی او طالبان د نامشروع ملګرتيا په لړ کې هڅه کوي څو ځان ته امکانات پيدا کړي ځکه له ایراني استخباراتو او آی اس آی څخه ملتونه ناراضه دي او د دوی د نامعقول سياست له امله ایرانی او پاکستانی ولس هم په محروميت کې ژوند کوي نو دوی ځکه غواړي ځان ته مالي سرچينې پيدا کړي.

طالبان په افغانستان کې د نشه يي توکو تر څنګ د ایران، روسيي او پاکستان پیسې او وسلې هم پر افغان وژنه لګوي او له تیر کال را هيسې يي ډير تمرکز پر هغو سیمو کړی دی چیرته چې د ایران او پاکستان ګټې دي.

په فراه اونيمروز کې د روان کال په لړ کې څو ځلې طالبانو د فراه پر مرکز بریدونه وکړل چې تر ډيره يي موخه داده په سويل لويديځ کې د اوبو د مديريت مخه ونيول شي او ایران د افغانستان په وړيا ور روانو اوبو نور هم شتمن شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments