طالبانو ۵ ملکیان وژلي او ۷ یې ټپیان کړي

comments 0

هندوکش_میدان‌ورد‌ک: د میدان وردګو ولایت چارواکي، پر مرکز میدان ښار باندې د طالبانو په توغندیو بریدونو کې له لسو زیاتو ملکیانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعا کوي.
<د میدان وردګو ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند څارمن حاجي محمد هوفیاني نن سې شنبه (د زمري په ۱۹ مه) هندوکش ته وویل: “تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو دوه توغندي پر مرکز میدان ښار توغولي چې هغه د ولایت مقام سره څېرمه پر عمومي سړک لګیدلی، دې پېښه کې ۵ ملکي کسان شهیدان شوي او ۷ نور ټپیان دي.”
نوموړی وايي، توغندیو خلکو ته د ځاني زیان سربېره مالي زیان هم اړولی دی.
وسله والو طالبانو تراسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې وړاندې هم په دغه ولایت کې پر یو فلاینکوچ موټر د راکټ لګېدو او ډزو له امله پنځه ملکي وګړي وژل شوي وو او درې نور ټپیان ول.
سپوژمی پوپلزی

Comments