د طالب ډلې ۵۰۰ تنوته کندز کې مرګ ژوبله اوښتې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – کندز: یو امنیتي چارواکې وایې چې د کندز ولایت امام صاحب ولسوالې کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د طالب وسله والو ۵۰۰ تنو ته مړګ ژوبله اوښتې ده.
د شاهین ۲۰۹ قوماندان برید جنرال امان الله مبین په یو کنفرانس کې وویل: ترهګرو او بهرنیو ډلو غوښتل چې یادې ولسوالې کې مرکزونه جوړ کړي چې امنیتي ځواکونو لخوا دغو ډلو ته ډرنه مرګ ژوبله واوښته.
د کندز ولایت امام صاحب ولسوالې یو له استراتیژیکو سیمو څخه ده چې طالب ډلې څو ځلې کوښښ وکر ترڅو ترکنترول لاندې راوړي.
امان الله مبین دداعش ډلې شتون په کندز کې تایید کړ خو وویل چې افغان امنیتي ځواکونه د هر ډوله ترهګرو پر وړاندې پر جګړې بوخت دي او زیاترو ته يې تلفات هم اړولي دي.
نوموړي زیاته کړه چې افغان امنیتي ځواکونه چې ځايې خلکو لخوا ملاتړ کیږي په تیرو پنځو ورځو کې څه باندې پنځه سوو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اوس مهال یادې سیمې د طالبانو تر کنترول لاندې وتلي دي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د بهرنیو شتون ددغې ډلې په منځ کې رد کړي دي.
ننګیالې کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply