هندوکش – سرپل: طالبانو د سرپل په میرزا اولنګ سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۵ تنه یرغمل کسان خوشې کړي خو تر اوسه لسګونه نور کسان هم ورسره بندي دي.
د سرپل د والي ویاند ذبیحالله اماني هندوکش نیوز ته وویل: « طالبانو تېره ورځ ناوخته د قومي مشرانو په منځګړیتوب او د چارواکو د هڅو په پايله کې دغه یرغمل خوشې کړل چې په خوندي ډول د سرپل مرکز ته ورسېدل».
اماني زیاته کړه: «تر اوسه د سیمې نور زیات شمېر اوسيدونکي د طالبانو په ولکه کې دي». دا په داسی حال کې ده چې څو ورځې مخکې وسلهوالو طالبانو او داعش ترهګرو په ګډه د میرزااولنګ په سیمه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د سیمې شااوخوا پنځوس اوسېدونکي یې وژلي دي».
د میرزا اولنګ د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ویلي چې دغه خونړۍ حمله چې تر اوسهیې ساری نهدی لیدل شوی طالبانو او داعش دواړو کړې دی او هغوی دا هم ویلي چې د حملې پر مهالیې سپین او تور رنګه بیرغونه لیدلي دي.
نجیبه سروري – سرپل
طالبانو ۲۳۵ تنه یرغمل شوي کسان خوشې کړل

Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.