طالبانو ۱۳ میلیونه افغانان له عامه خدماتو بې برخې کړي / سیدالله پاچا

comments 0

د اداري‌ اصلاحاتو او ملکي‌ خدمتونو د کمېسیون رییس احمد نادر نادري د پنجشنبې په ورځ یو خبري کنفرانس کې د طالبانو د جګړو له کبله د عامه تاسیساتو د ویجاړیو او ملکي خدماتو ته د نه لاس رسي مالومات وړاندې کړل.

نادر نادري وویل

تیرو له جګړو له افغانانو د ژوند هر څه اخیستي او لا يې هم اخلي، نن زه درته د روانې جګړې له کبله د ویجاړیو په اړه وایم چې ثبوتونه یې هم شته دی.

دا چې دې جګړې څومره زیانونه اووښتي، د تیرو څو اوونیو ارزیابې مې کړي، غواړم تاسو سره یې شریکه کړم.

د افغانستان د ملکی خدماتو برخه هیڅ سیاسي موضوع نه لري، دا عمده برخه ده چې په بې طرفه ډول د افغانستان خلکو ته خدمات وړاندې کوي، خو دا چې زموږ همکارانو په ټول افغانستان کې ارزونه کړې او مالومات یې راټول کړي دي.

اول: د عامه خدماتو تخریب، عامه تاسیساتو سخته صدمه لیدلي ده، طالبانو په تیرو سختو جګړو کې د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې په ۱۱۶ ولسوالیو کې ۲۶۰ اداري ودانۍ تخریب کړي او یا سوځولي دي. دا ودانۍ اوس د استفادې وړ نه دي ، دا د عامو خلکو ملکیت دی چې طالبانو وران کړي او یا یې سوځولي دي.

که داسې و ارزوو چې څومره پيسې کیږي، حد اقل ۵میلیونه ډالر کیږي د دې ودانیو ارزښت. هغه څوک چې د دې ویجاړیو عاملین دي، هغوی مسوول دي.

ځينو سیمو کې دفترونه چور شوي دي، ۸۲ ولسوالیو کې سل سلنه د ملکي خدماتو وسایل چور شوي دي، په دې کې زراعت، ښوونځي وسایل چور شوي دي، دا کار چا کړی دی، ولې یې کړی او د څه لپاره یې کړی دی.

په ۱۸ ولسوالیو کې له ۷۰ تر ۹۰ سلنه د اداري ودانیو سامانونه چور شوي دي، او په ۱۴ ولسوالیو کې تر ۶۰ سلنه وسایل چور شوي دي، په ۳۵ نورو ولسوالیو کې ۵۰ سلنه د عامه خدماتو د ادارو سامانونه چور شوي دي. دا هغه ولسوالۍ دې چې طالبانو وروستیو کې نیولي دي.

د دې هر څه مسوول طالبان دي، ځکه هغوی د جګړې له کبله شرایط برابر کړل چې هر څه چور شي، طالبان باید خلکو ته ځواب ګوی وي، عام خلکو تر څنګ د جګړو له کبله څلور زره د ملکي خدمتونو کارمندان د جګړو له کبله بې ځایه شوي دي، دوی د طالبانو له ډاره بې ځایه شوي، یا د طالبانو له لوري ګواښل شوي، ځینې یې زنداني شوي، ځينې شکنجه شوي او ځینو له همدې ډاره له یو ځآی څخه بل ځای ته کډه کړې ده.

دې جګړو او دې ناسم وضعیت ۱۳ میلیونه افغانان د ملکی خدماتو څخه بې برخې کړي دي، انکشافي برخه ډيره متضرر شوې، عامه کارونه چې باید شوی وی، اوس نه کیږي، ځینې عامه ځایونه ویجاړ شوي دي، اوس د طالبانو تر کنټرول لاندې ټولو سیمو کې عامه خدمات او انکشافي پروژې ولاړې دي.

ځینو سیمو کې خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه درلوده، هلته د څاه ګانو د ویستلو کار روان و، خو کله چې دې سیمو کې طالبانو جګړه وکړه او فعالیت یې پکې پيل کړ، دا پروژې اوس ولاړې دي، صحې خدمات او حتی ځینو سیمو کې چې د ښوونځیو لپآره ودانۍ جوړیدلې، اوس یې کارونه ولاړ دي.

د دې جګړې له کبله او د طالبانو د ناسمو اعمالو له کبله ۱۳ میلیونه وګړي متضرر دي، ۱۱۲ انکشافي پروژې چې تخار ولایت کې باید سږ کال شوی وی، بودجه کې نیول شوی، د ځینو پروژو کارونه پیل شوي و، خو اوس دا ټولې پروژې په ټپه ولاړې دي.

خلکو تمه درلودله چې دې پروژو کې به دوی مصروف شي، ګټه به یې ورته ورسیږي، خو طالبانو د خلکو دا هیلې په اوبو لاهو کړې، حد اقل د ملکي او عامه خدماتو ۵۰ زره کارمندان له دې جګړې متضرر شوي دي، اوس یې اکثره په کورونو کې دي، چې د ښځو برخه پکې لویه ده.

ځینو سیموکې ښځینه ډاکټرانو ته طالبانو اجازه ورکړې چې روغتون ته لاړه شي او کار وکړي، خو نورو ښځو ته اجازه نه ورکوی، ښځينه ډاکټرانۍ په دې شرط د کارکولو اجازه لري چې بورقه به په سر کوي او محرم کس به ورسره وي، کنه بیا طالبان اجازه نه ورکوی. په ښځو باندې محدودیتونه وضع کول، تیرو کلونو ته شاتګ دی.

د نړیوال بشر پالنې قوانینو کې ملکي او عامه خدمات په جګړه کې له هر ډول تعرض څخه خوندي دي، ملکي خلک او ملکي او عامه تاسیسات په قوانینو کې له هر ډول تعرضونو څخه باید خوندي وي، پر ملکي خلکو او عامه تاسیساتو باندې برید جنګي جنایت دی، د افغانستان او نړیوالو قوانینو کې د عامه تاسیساتو ورانونکي تر قانوني تعقیب لاندې نیول کیږي.

د افغانستان خلک د سولې او ثبات کې د ژوند کولو حق لري، هغه څه چې خلک لري، باید وساتل شي، پياوړي شي، او باید پراختیا پيدا کړي، نه دا چې دا هر څه ترې واخیستل شي.

پرته له دې چې د خبرو له لارې یو سیاسي توافق ته ورسیږو، بله لار نه لرو، سولې ته رسیدل به سخت وي، خو که افغانان وغواړي چې د عامه تاسیساتو ورانول بند شي، باید ټول د سولې لپاره کار وکړ، طالبان مستقیم مسوول دي چې جګړه ودروي، تر څو دا ویجاړۍ بندې شي.

د افغانستان خلکو زیات فقر لیدلی، او که دا ډول عامه تاسیساتو ورانول دوام پيدا کړي، فقر یې ورسره هم دوام پيداکوي، څوک چې د دې ورانیو مسوول دي، هغه باید ځواب ووایي، طالبان د دې هر څه ځواب ګوی دی.

دا کوم مالومات چې موږ راټول کړي، تاسو ته مې وړاندې کړل، د ملکي خدماتو کارکوونکو راټول کړي او هیڅ سیاسي اړخ نه لري.

زیاتو مواردو کې ودانۍ په بمونو الوځول شوي او یا سوځول شوي دي، چې ورسره نور دفترونه هم له منځه وړل شوي دي، هغه دفترونه چې عامه خدمات وړاندې کوی، دې وضعیت خلک ډارولي او د ملکي او عامه خدماتو کارکوونکي د طالبانو له ډاره دندو ته نه ځي.

اکثره مواردو کې لومړی ادارې چور شوي، بیا سوځول شوي دي، خو دې هر څه ته طالبانو زمینه برابره کړې، طالبانو بې نظمي او ناقانیت رامنځ ته کړی، په جګړې سره او خلکو او طالبانو ترې ګټه اخیستي ده.

ځینو سیمو کې ښځو ته ویل شوي چې دندو ته دې نه ځي، ځینو مواردو کې ورته ویل شوي چې که محرم کس نه لري، بیرون دې دندې ته نه ځي.

هغو سیمو کې چې طالبانو کنترول پيدا کړی، ملکي او عامه خدمات پکې دریدلي دی،

یو پلاوی دوحې ته ځي، شاید راتلونکو دوه ورځو کې لاړ شي، رسمي به په دې تړاو اعلان وشي. مذاکراتي پلاوی دوحه کې دی، زه هم هلته وم، څو ورځې وړاندې راغلم، بیا بیرته له سیاسيونو پلاوي سره دوحې ته ځم، یو شمېر سیاسیون دوحې ته ځي، له مذاکراتي پلاوي سره به یو ځای شي، دې پلاوي سره یو شمېر نور شخصیتونه هم شته او هغه څه چې طالبان د خبرو لپآره پلمې کوي، په همغې بحث کوي.

موږ د یوې سیاسي حل لارې په لټه کې یو او دې لپاره عملي کار کیږي. د موقت حکومت او اوربند خبرونه اوازې دي، د طالبانو یو مذاکراتي پلاوي غړي ویلي چې موږ یوه طرحه لرو چې د درې میاشتو لپآره به اوربند وکړو، خو مقابل کې به د طالبانو ۷زره زندانیان خوشې کیږي او تر څنګ به یې د طالبانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لیست څخه وځي، موږ وایو چې راځئ، ټول زندانیان د طالبانو ازاد کړو او ټول محدودیتونه له طالبانو لیرې کړو، خو تر دې وړاندې یو توافق ته ضرورت دی چې جګړه پای ته ورسیږي.، د ۵ زره زندانیانو تجربه چې د افغانستان خلک یې لري، جګړې ورسره شدت پيدا کړ، وینه تویدنه او ویجاړي ورسره زیاته شوه، باید توافق وشي او همدا د حل لاره ده.

 

 

Comments