طالبانو یو کس لدې امله وژلی، چې د دوی جنګیالیو ته یې ډوډۍ نه وه ور کړې

comments 0

هندوکش ــ پکتیا: د راپورونو تر مخه وسله والو طالبانو د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د سالم ځاځي په نوم یو کس لدې امله وژلی، چې د دوی جنګیالیو ته یې ډوډۍ نه وه ور کړې. ځايي سرچینې وايي چې دغه کس وروسته له هغه د طالبانو لخوا په ډېر بې رحمانه ډول ووژل شو، چې د طالبانو غوښتنې ته یې منفي ځواب ور کړو.
د ځاځي اریوب ولسوالۍ یو تن قومي مشر چې له هندوکش خبري اژانس سره یې په یوه مستعار نوم مرکه وکړه وايي، پېښه تېره شپه شوې ده. «د شپې تقریباً نهه بجې وې، چې موږ او ټولو کلیوالو د کلاشینکوف ډزې واوریدې، کله چې له کورونو راووتو، ګورو چې د سالم ځاځي په کور کې د ښځو او ماشومانو چیغې دي، زه او زموږ څو نور کلیوال په منډه د دوی کور ته ورغلو، چې څنګه داخل شو، ګورو چې اوه کسه طالبان ولاړ دي، سمدلاسه یې په موږ هم سترګې را برګې کړې، په تونده لهجه یې وویل، ځانونه پوه کړئ، که د مجاهدینو سره همکاري ونکړئ، دا به مو حال وي، لکه دا اوس مو چې دا مرتد مردار کړو، یو کس چې مخ یې پټ و، ماته وویل، چې په جومات کې زموږ پیغام ټول کلي ته ور سوه او ورته ووايه چې که مجاهدینو اړتیا پیدا کړه او ستاسو کورونه ته در غلل، نو اړتیا یې ور پوره کړئ. د همدې خبرو ورسته ټول په خپلو موټر سایلکونو سپاره شول او لاړل.»
قومي مشر دلنواز زیاتوي:« شیبه وروسته ډلې، ډلې کلیوال راغلل، د سالم ځاځي جسد مو راپورته کړو، غسل مو ور کړو، د ده د اولادونه نه مې پوښتنه وکړه چې دا پېښه څنګه وشوه،؟ لور یې راته وویل، همدا یو ساعت وړاندې مو د کلا دروازه ټک، ټک شوه، پلار مې ورغۍ، چې ګورو طالبان دي، ویل یې ډوډۍ غواړو، پلار مې ورته وویل چې موږ قسم دی، که نن خپل ځان ته هم قطغ پوخ کړی وي، خو دوی دا خبره ونه منله او ویې ویل چې تاسو ولې له طالبانو کرکه کوئ، ایله د ډوډۍ له ور کړې هم انکار کوئ، ګواښ یې وکړو، چې موږ منتظر یو، ژر ژر ډوډۍ را تیاره کړئ، دا چې زموږ په کور کې هېڅ نه و، نو ومو نه شول کولای د دوی له قهره ځانونه وساتو، دوی مې پلار سخت ووهلو، لغتو ته یې لاندې کړو، پلار مې هم ور سره لاس واچوه، یو دم یې ډزونه ور باندې وکړل، په پلار مې په یو وخت څلورو کسانو د کلاشینکوف شارژور تش کړل او موږ یې ننداره کوله.»
د دغه کلي یو بل اوسیدونکی خیبر ایمان وايي، چې د طالبانو په لاس وژل شوي د دوی دغه کلیوال ورځینۍ مزدوري کوله او ډېر غریب سړی و.«دغه سړي د لاس مزدوري کوله، دوه اولادونه یې د وینې کېنسر لري، وینه یې کمیږي، وینه په پیسو اخلي، خداج شاهد او ناظر دی، چې ډېر غریب و، یره زه فکر نه کوم، چې په یوه میاشت کې دوی په کور کې سم خوراک کړی وي، زموږ په کلي کې تر ټولو بې وسه سړی و، خدای دې ظالمان تباه کړي.»
وسله والو طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندي ویلي، خو له دې وړاندې یې په بار، بار له خلکو غوښتي چې د دوی له جنګیالیو سره لازمه همکاري وکړي، د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو او ولسوالۍ څخه په ځلونو داسې راپورونه ور کړل شوي، چې طالبان په زور د عامو خلکو کورونو ته ننوځي، ډوډۍ او د شپې ځای ترې غواړي، حتا ډېری ځایونو کې دوی پدې هم تورن دي، چې ښځې مجبوري، د دوی خواهشات پوره کړي.
عمران احمدزی

Comments