طالبانو یو قومي مشر وژلی

comments 0

1119 Views

هندوکش – پکتیکا: طالبانو د پکتیکا په وازیخوا ولسوالۍ کې قومي مشر باچاخان له خپل زوی سره یو ځای وژلی.
د وازیخوا ولسوالی اوسېدونکی او د ولایتي شورا پخوانی غړی عبدالغني پکتین وایي، دغه پېښه تېره ورځ غرمه مهال د یادې ولسوالۍ ملایانو کلي کې رامنځته شوې.
په دې سیمه کې وسله وال طالبان فعالیت کوي او هر هغه څوک د اسلام په نوم وژني چې د دوی له غوښتنو انکار وکړي.
پکتین په سیمه کې یو مخور کس یادیده چې ډير ولسونه پرې راټول و او خلکو یې خبره اوریدله.
عمران احمدزې

Share this page to Telegram

Comments