طالبانو یو قومي مشر شهید کړی

comments 0

هندوکش _ ننګرهار: وسله والو طالبانو ننګرهار کې یو قومي مشر شهید دی.
یوې باوري سرچینې وویل چې قومي مشر شکرالله پرون سهار شاوخوا نهه بجې شهید شوی و.
سرچینه وایي، شکرالله د چپرهار ولسوالۍ په بر ګلدرې سیمه کې خپلې کروندې کې کار کاو چې وسله والو پرې برید وکړ.
دغه پنځه پنځوس کلن قومي مشر کومه رسمي دنده نه درلوده خو په کروندګرۍ بوخت و.
ځایي خلک وايي، دا برید طالبانو کړی او دا ډله هر هغه څوک په نښه کوي چې د دوی د تګلارو خلاف وي.
فرهاد شهرانی

Comments