طالبانو یو قومي مخور وواژه

comments 0

0 Views

هندوکش – پکتیکا: د پکتیکا یو قومي مخور حاجي نظر ګل د غزني په اندړو ولسوالۍ کې طالبانو وژلی دی.
د پکتیکا د والي ویاند محمد رحمان ایاز وایي، حاجي نظر ګل له پکتیکا څخه کابل ته په لار طالبانو د اندړو ولسوالۍ په چهاردیوا سیمه کې له موټره ښکته کړی او وژلی دی.
د قومي مخور جسد کورنۍ ته سپارل شوی دی.
د ایاز په خبره حاجي نظر ګل کومه دولتي دنده نه درلوده او پکتیکا کې به یې د خلکو ستونزو ته رسیدګي کوله.
طالبانو دا لومړی قومي مخور نه دي چې وژني یې، طالبانو په نورو ولایتونو کې هم قومي مشران په نخښه کړي او وژلي دي.
عمران احمدزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply