طالبانو یو باغوان وژلی

comments 0

0 Views

هندوکش – کندهار: د کندهار پولیس وایی، تېره شپه په ډنډ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو یو باغوان په ډزو وژلی دی.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا درانی وايي، پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ په میانجوی سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
تراوسه مالومه نه ده چې باغوان په کوم تور وژل شوی، خو وسله وال په زیاتو سیمو کې ملکي وګړي دولت سره د همکارۍ په تور طالبان وژني.
د کندهار پولیسو په دې تړاو څېړنې پیل کړي چې باغوان څنګه او ولې وژل شوی.
ننگیالۍ کوهنورد

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply