طالبانو په کندهار ولایت کې پلار او زوی وژلي دي

comments 0

هندوکش ـ کندهار: د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې تیره ورځ ناوخته طالب وسلوالو د کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ میانجوی سیمه کې د سړک پر غاړه ماین ځای پرځای کړی و، چې په پایله کې ماین د ولسي وګړو په یوه موټر چې پلار او زوی په کې سپارل ول چاودنه کړې او دواړه په کې شهیدان شوي دي.
په عین حال کې د ارغنداب اوسیدونکو د طالب وسلوالو یاده کړنه په سختو ټکو سره غندلي او له طالب وسلوالو یې غوښتي دي، چې د ولسي وګړو له وژنې څخه لاس واخلئ او جګړه ودروئ.
دوی همدا راز وايي، چې نور په یاده ولسوالۍ کې د طالبانو له ظلمونو او وحشتونو په تنګ راغلي یوو،له افغان ځواکونو غواړو، چې دطالبانوپرضد پراخ عملیات ترسره کړي.
عبدالله اڅکزی

Comments