هندوکش ـ کندهار: د کندهار په شورابک ولسوالۍ کې له پاکستان څخه راغلو طالب ترهګرو د اوبو يو بند په بمونو الوزولی دی.
د شورابک اوسیدونکي وايي چې طالبانو دا کار پرون شپه کړی دی او تر نن پورې ورسره نښته هم روانه وه.
د شورابک ولسوال عبدالفتاح بړيڅ هم مني چې د ولس يوازنۍ هيله طالبانو له خاورو سره خاورې کړې.
نوموړی وايي چې طالبان له پاکستان څخه را اوښتي وو او د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه په شورابک ولسوالۍ کې يي بند په بمونو الوزولی چې له امله يي سلګونو جريبه ځمکه له خړوبیدوپاتې شوي او ولس د څښاک اوبو هم نلري.
نوموړي وويل چې سرحدي ځواکونو ددوی پر ضد اقدامات وکړل چې له پرون را هيسې پيل شوې نښته تر نن پورې روانه وه.
د شورابک اوسيدونکي وايي چې د پولې له هغې خوا څخه پاکستان طالبانو ته ددې بند د الوزولو په خاطر پيسې ورکړي دي.
طالبان شونې ده په نړۍ کې يوازنۍ ډله وه چې د پرديو په خاطر خپل وطن ورانوي.
سياسي شنونکي طالبان د نيابتي جګړې د پر مخ بیولو پروژه بولي او وايي چې ددې دلې هيڅ کار نه افغاني دی او نه هم اسلامي.
د سيمې خلک هم وايي چې طالب به له دولت سره ستونزه لری خو د بندپه الوزولو يي وښوده چې دوی ته هر افغان او د افغانستان خاوره د پردیو لپاره هدف ده.
په سويل کې مدني فعالان وايي چې په دې حوزه کې طالبان د پاکستان او ایران د ګټو په خاطر وحشتونه کوي.
هیواد افغان ـ کندهار
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.