طالبانو په هلمند کې قومي جګړه پيل کړې:بريالی وياړ

comments 0

طالبان په هلمند کې د عايداتو د ترلاسه کېدو درې سترې سرچينې لري. يوه سرچينه يې ايران دی، بله يې پاکستان دی. هلمند د خپل موقيعت له مخې دغو هېوادونو ته د طالبانو په نيژدې کېدو کې مرسته کړې ده. د عايداتو بله سرچينه يې چاقاق او تور کاروبار دی. له دې لارې هم طالبان له کاله په لکونه ډالر ترلاسه کوي. په ټيټه کچه له ځمکوالو او کروندګرو د پيسو د اخيستلو مسئله، خو پرېږدئ چې دوئ څومره ګټه ترې ترلاسه کوي.

له څه باندې درو کلونو راهيسې يې اوس يوه نوي کار ته لاس اچولی دی. په هلمند کې حکومتي دښتونه او هغه ځمکې چې د ځينو ولسواليو د شنو کليو په اړخونو کې پرتې دي، د طالبانو له لوري خلکو ته وېشل او پر جريب په ټاکلې اندازه پيسې ترې اخيستل کېږي. له بده مرغه هغه خلک چې له طالبانو سره خواخوږي لري، يا نه پوهېږي د ځمکو د وېشنې دغه بهير ته ور ګډ شوي او طالبانو ته پيسې ورکوي، هغوئ ځمکه ورته ورکوي.

د ځمکو دا ډول وېشنه يواځې قانوني جرم نه دی، بلکې د خلکو ترمنځ شخړې هم رامنځته کوي چې وروستۍ بېلګه يې د موسی او کلا او نوزاد د دوو قومونو ترمنځ جنجال و چې ګڼ کسان پکې مړه او ژوبل شول. د طالبانو د والي ملامنان په امر د موسی کلا ولسوالۍ شمال ختيځ ته د سمينار په نوم يوه اواره دښته پرته ده، چې د نوزاد خلکو ته يې د وېشنې پلان جوړ شوی و. بيا د موسی کلا خلکو د دې کار د مخنيوي هڅه وکړه.

البته دلته د دې ځمکې په قضيه کې طالبان پر دوو ډلو ووېشل شول، يوې ډلې د نوزاد د خلکو ملاتړ وکړ دا بلې يې د موسی د خلکو ملاتړ وکړ. د نوزاد له خلکو سره د طالبانو د والي ملامنان ملاتړ هم ورسره دی. د طالبانو له لوري د ځمکې دغې وېشني په محل کې يو قومي جنجال پېښی کړی دی. نور که د دې ځمکې کيسه ختمه هم شي، خو د دغو خلکو ترمنځ شخړه به ختمه نه شي ځکه چې اوس په يوې بدۍ اوښتې ده چې عاملين يې طالبان دي.

طالبانو تر دې مخکې د خانشين ولسوالۍ اړوند پر يوه بله پراخه ځمکه خېټه اچولې وه، غوښتل يې خلکو ته يې ور ووېشي. هلته هم د دوو قومونو ترمنځ جنجال پېښ شو چې بيا اوږده شخړه ترې جوړه شوه. د هغې ځمکې په جنجال کې د دواړو قومونو ترمنځ په چريکي ډول څو کسه يو تر بل ووژل شول چې ظاهراً يې خلک د وژنې په قضيه پوه نه شول.

د هلمند له باغرانه تر دېشو پورې طالبان چې هرچېرته پر کومه ساحه واکمني ولري، او هلته حکومتي يا شاړه ځمکه اووسي، دوئ د پيسو په بدل کې وېشلې ده. دوئ ته دا مهمه نه ده چې دا ځمکه، خو سبا بيرته همدا دولت ترې اخلي د دې خلکو پيسې به څوک ورکوي. طالب، خو له غل نن دلې دی، سبا به نه وي، ځايي خلک هم دې پېښېدونکي زيان ته پاملرنه نکوي.

طالبان د هلمند دښتونه په غيري قانوني ډول پر خلکو وېشي، مګر وطنونه يې د اوبو د نېستۍ او جګړې او ماينونه له امله وچ کړيدي. يواځې د هلمند په مارجې کې په لسګونه د انارو باغچې او د انګورو باغونه وچ شويدي. خلکو ته په مليونونه افغانۍ زيان رسېدلی دی. هره هغه ولسوالي چې د طالبانو تر واک لاندې ده، دېرش کلونه يې د پرمختګ له اړخه شاتګ کړی دی.

همدارنګه طالبان په تر واک لاندې ساحو کې له خلکو سره تبعيض کوي. هغه کسان چې د دوئ د مفکورې او روانې جګړې طرفدار وي، دوئ ستونزې نه ورته جوړوي، مګر څوک چې نه جګړه خوښوي، او نه تباهي خوښوي، له هغوئ سره د طالبانو ورانه ده. په هره ممکنه وسيله ستونزې ورته جوړوي، په يوه او بله پلمه يې رټي او بيا پيسې ترې اخلي.

هلمند يواځينی ولايت و چې هيڅ قومي شخړه پکې نه وه پېښه شوې، نه يې د قومي جګړو مخينه درلوده. له بده مرغه چې د اسلامي امارت داعيانو او د پنجاب د جګړې لوطيانو دا بد تخم هم هلته وکاره، او په ډېری ساحو کې يې د خلکو ترمنځ قومي جنجالونه پېښ کړل. طالبان پر دې پوهېږي چې پنځه ورځې به دلته واکمن وي، يا به نه وي. د ځمکو له خرڅلاوه او وېشنې پيسې ترلاسه کوي او شاته قومي ترپګنۍ پرېږدي.

 

Comments

Leave a Reply