طالبانو په نوي کال کې دريم ښونځی په لوګر کې وسوځاوو

comments 0

هندوکش ـ پل علم: د نوي کال له راتګ سره سم طالبانو د نورو وحشتونو تر څنګ ډير تمرکز د ښونځيو پر سوځولو،تړلو او لوټلو کړی دی.

په نوې کړنه کې طالب ترهګرو د لوګر په محمدآغه ولسوالۍ کې د نجونو يو ښونځی سوځولی دی.

پيښه د محمدآغې ولسوالۍ په مغل خيلو کې شوې.

تر دې مخکې طالبانو وړمه ورځ د ننګرهار د باسول ليسه هم سوځولې وه او د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې يي د خپل يو قومندان د وژل کيدو له امله نيږدې ټول ښونځي تړلي دي او دولس زره زده کونکي له زده کړو پاتې دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح له رسنیو سره په خبرو کې د مغل خیلو د نجونو د ليسې سوځيدل تاييد کړي دي.

شنونکي وايي چې طالبان په پاکستان کې په هغو مدرسو چې دوی ته پکې جلب او جذب کيږي د کسانو له سخت کمښت سره مخ شوي دي نو ځکه يي په افغانستان کې پر ښونځيو بريدونه ډير کړي دي څو خلک  د عصري تعلیم پر ځای بیا پاکستان ته مخه کړي.

مدني فعالان وايي چې طالبان اوس تر ډيره تنکي ځوانان د خپلو شومو موخو لپاره کاروي ځکه تنکي ځوانان د طالبانو د روان وحشت په تړاو هيڅ ډول تحلیل له ځان سره نلري.

باید وويل شي چې په څرخ کې تړل شوي شل ښونځي او د مغل خيلو د نجونو عالي ليسه نوې پيښه نه ده بلکه په تیرو کلونو کې طالبانو لسګونو ښونځي او ديني مراکز سوځولي دي.

بلخوا په لوګر کې ځايي خلک وايي چې په وروستیو کې له پاکستان څخه نوي راغلي طالبان په ډير وحشت سره خلک ډاروي او يو شمېر ښونځيو ته يي ګواښونه هم کړي دي.

Comments