طالبانو په میدان وردګو ولایت کې لسګونه ښوونځۍ تړلې

comments 0

هندوکش ـ میدان وردګ: د میدان وردګو د پوهنې ریاست مسولین وایي : ددې ولایت په سیدآباد ،چک او جغتو ولسوالیو کې د لسګونه ښوونځیو دروازې د طالبانو لخوا تړلې شوې او د پوهنې بهیر ددې ولایت په ډیریو سیمو کې په ټپه ولاړ دی.
د مسولینو په وینا ددې ولایت د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ښونځي وروسته تر دې وتړل شول چې طالبانو د پوهنې رسمي ښوونکي دې ته اړایستل ترڅو هره میاشت د خپلو معاشونو تر نیمایي ډیره برخه د طالبانو سیمه ایزو مشرانو ته وسپاري ،او یا له خپله دنده پرېږدي خو د پوهنې کارکوونکو ددوی دا غوښتنه نده منلې او ښوونځي وتړل شول.
د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ونخي درې یو تن زده کوونکي د نوم نه ښودو په شرط هندوکش ته وویل:«زمونږ په ښوونځۍ کې په منظم ډول درسي لړۍ جاري وه،خو اوس دادي یوه اونۍ کیږي چې ښوونځۍ مو د طالبانو لخوا تړل شوې او مونږ په نامالوم سرنوشت اخته یو د یاد زده کوونکي په وینا اونۍ مخکې د طالبانو د ځایي کمیسیون مشر سره له څو تنو نورو د ښوونځي له مدیر سره د ښوونکو د معاشاتو په تقسیم لانجه وکړه او د طالبانو ځایي مسولینو طالبانو ته د ښوونځۍ د تړلو امر وکړ چې له همغه ورځې وروسته زمونږ ښوونځي تړل شوي او طالبان ښوونکو ته اجازه نه ورکوي چې ښوونځي ته دننه شي.»
همدارنګه د یاد ولایت په نورو سیمو کې لسګونه ښوونځي تړل شوي او د پوهنې بهیر په ټپه درېدلای.
د یادو سیمو اوسیدونکي او د پوهنې مسولین له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کوي تر څو ددوی سیمې له طالبانو پاکې او یوځل بیا د ښوونځیو دروازې د زده کوونکو پرمخ پرانیزي.

Comments

Leave a Reply