طالبانو په لوګر ولایت کې ۴تنه ملکي وګړي وژلي دي

comments 0

هندوکش _ لوگر: دلوګر ولایت ځایي اوسیدونکي وایي،وسلوالو طالبانو دلوګر ولایت په خوښي ولسوالۍ ګنداب کلي کې ۴تنه ملکي وګړي وژلي دي. چارواکي وایي،چې وژل شوي ۴تنه ملکي وګړي وسلوالو طالبانو په موټر وهلي،دوی تښتیدلي او موټر ته یې دسیمې خلکو اور اچولی دی. دسیمې اوسیدونکي وایي،وسلوال طالبان دې دترسره کړي ظلم او جنایت ځواب وایي. دوی همدا راز وایي،که وسلوال طالبان دملکي وګړو په وړاندې له تاوتریخوالي لاس وانخلي په وړاندې به یې ملي پاڅون وکړي.
سپوژمی پوپلزی

Comments