طالبانو په فراه کې ۶تنه ماشومان وژلي دي

comments 0

هندوکش _ فراه: دفراه ولایت امنیتي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ دفراه ولایت په بالا بلوک ولسوالې کې دملکي وګړو په یوه کور راکټی برید کړی،چې په پایله کې ۶تنه ملکي وګړي وژلي دي. په ورته وخت کې دفراه ولایت اوسیدونکي وایي،طالبانو په خپلو کړو ژمنو عمل نه دی کړی او هره ورځ بې ګناه ملکي وګړي شهیدانوي. دوی وایي طالبان دې نور له جګړې لاس واخلي او تاوتریخوالي ته دې دپای ټکی کیږدي.
امیر حسین سلجوقی

Comments