طالبانو په فراه ولایت کې یو دیني عالم تښتولی دی

comments 0

هندوکش ــ فراه: د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې دعبد العزیزپه نوم یو دیني عالم نامعلوم ځای ته بیولی دی.
ځايي چارواکي وايي،چې یاد دیني عالم په خپلو خبرو کې په هېواد کې روانه جګړه ناروا او یوازې افغان وژنه بلله اود جګړې دپای ته رسیدو غوښته یې کوله.
چارواکي زیاتوي، چې طالبان سوله نه غواړي، اود سولې له مذاکراتو سره هم مهاله جګړې ته زور ورکړی او دهېواد په مختلفو ولایتونوکې یې هدفې وژنې پیل کړې دي.
په ورته وخت کې دیاد ولایت اوسیدونکو دطالبانو یاد عمل غندلی او یاده کړنه یې د د یني ارزښتونو سره په ټکر کې بللې ده.
دوی وايي، که وسلوال طالبان ددیني عالمانو ترور ته دوام ورکړي ولسونه به یې په وړاندې ملي پاڅون ته چمتوالی ونیسي.
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
امیر حسین سلجوقي

Comments