طالبانو په فاریاب ولایت کې ۶تنه ملکي وګړي وژلي دي

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت ځايي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو په فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ کې د یوه قومي مشر د کورنۍ ۶تنه غړي وژلي دي.
چارواکي وايي، چې طالبانو تیره شپه د انداخوۍ ولسوالۍ په خانقه سیمه کې د محمد یونس په نوم د یوه قومي مشر په کور برید ترسره کړي، چې د میرمنو او ماشومانو په ګډون یې ۶تنه وژلي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده پیښه کې د ۶تنو وژل وګړو د وژل کیدو سربیره یوه میرمن او یو ماشوم سخت ټپیان شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دی ویلي.
عاطفه مصمم

Comments