طالبانو په فاریاب ولایت کې۹ تنه ولسي وګړي له ځان سره بیولي دی

comments 0

هندوکش ــ فاریاب: د فاریاب ولایت ځايي امنیتي چارواکي وايي، چې تیره شپه ناوخته وسلوالو طالبانو د یاد ولایت په مربوطاتو کې د ۶ تنو ماشومانو په ګډون ۹ تنه ولسي وګړي له ځان سره نامعلوم لوري ته بیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې وسلوالو طالبانو د سولې له مذاکراتو سره هم مهاله د ولسي وګړو په ځورولو، هدفي وژنو، تښتونو او د عامه تاسیساتو په ورانولوکې لاس لري او یادې لړۍ ته یې دوام ورکړی دی.
په ورته مهال کې د یاد ولایت ځايي اوسیدونکو دطالبانو یاد عمل په سختو ټکو سره غندلی او له طالبانو یې غوښتي دي، چې نورد ولسي وګړو له ځورولو لاس واخلئ او دسولې له پروسې سره یوځای شئ.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
عاطفه مصمم

Comments