طالبانو په غزني کې د نجونو ښونځی په بمونوالوزولی

comments 0

0 Views

هندوکش ـ غزني: په غزني کې طالبانو له علم سره د تل پاتې دښمنۍ په لړ کې د نجونو يو ښونځی په بمونو الوزولی.
د غزني د امنيه قومندانۍ وياند فهيم امرخیل وايي چې پيښه پرون شپه په قره باغي کلي کې شوې.
د سيمې خلک وايي چې ښونځي ته اور ورته کونکي په اردو غږيدل چې افغاني طالبان هم ورسره وو.
د سيمې خلک وايي چې دا پيښه تلفات نلري ولې د ښونځي ډيرې برخې په بشپړ ډول له منځه تلي دي.
د غزني د پوهنې رئيس محمد عابد عابد پيښه تاييدوي او وايي چې دا ځای د نجونو لپاره په کرايه نيول شوی وو.
ياده دې وي چې ددې ښونځي سوځول کيدو درې سوه نجونې د پوهې له رڼا پاتې کړې.
تر دې مخکې طالبانو په لوګر او ميدان وردګوکې هم لسګونو ښونځي تړلي وو او نن د لوګر په محمدآغه کې طالبانو ددې په پلمه چې پسرلني بریدونه به کوي تر شپږو ډير ښونځي تړلي دي.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply