طالبانو په غزني ولایت کې ۵تنه ملکي وګړي په اور سوځولي دي

comments 0

هندوکش – غزنی: دغزني ولایت ځایي چارواکي وایي،چې وسلوالو طالبانو دغزني ولایت په جغتوی ولسوالۍ کې ۵تنه بې ګناه ملکي وګړي په اور سوځولي دي.
ځایي چارواکي وایي،طالبان سوله نه غواړي،دوی دسولې له فرصت څخه ناوړه ګټنه کوي او بې ګناه کسان شهیدانوي.
دسیمې اوسیدونکي دطالبانو لوري ترسره شوی ظلم غندي او له حکومت څخه دطالبانو دځپلو غوښتنه کوي .
شاه رسول غزنوي

Comments