طالبانو په شمالي وزیرستان کې ۵۰۰ تنه د ماین جوړولو په برخه کې روزلي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، له امریکا سره تر تړون وروسته طالبانو پر ماین چاودنو زیات تمرکز کړی او د دې کار لپاره یې وزیرستان کې ۵۰۰ تنه روزلي دی.
ښاغلي صالح نن د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه په دې وروستیو کې د چاودونو زیاتېدو ته په اشارې ځینې څرګندونې کړې دي.
ښاغلي صالح وايي، خلک پوښتي کوي، چې له دومره نیونو سربېره ولې د جهال او وحشت هستې نه ختمېږي، په وینا یې دا د جګړې پر لوی تصویر پورې اړه لري.
دی زیاتوي، له امریکا سره د طالبانو تر تړون وروسته د دغه ډلې تعبیر او تفسیر له خپل دې تړون څخه دا دی، چې هر څومره ډېر و وژنې همدومره ډېر امتیازات به تر لاسه کړې، نو همدې ته په کتو طالبانو تکتیک بدل کړی او دا ځل یې درې او پنځه نفري هستې جوړې کړې دي.
نوموړی وايي، کله چې یوه هسته له منځه یووړل شي، دوهمه او درېیمه هسته یې فعالېږي.
دی زیاتوي، چې له امریکا سره تر تړون وروسته طالبانو پنځه سوه تنو ته په وزیرستان کې د بم جوړولو او چاودنو زده کړه ورکړې او په وړو وړو هستو کې یې لویو ښارونو ته رالېږلي دي.
ښاغلي صالح وايي، د دغه پنځه سوه تنو له ډلې یو زیات شمېر یې له منځه وړل شوي او یا هم نیول شوي دي.
د ولسمشر لومړی مرستیال دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې په دې وروستیو کې په لویو ښارونو په ځانګړي ډول په کابل ښار کې ماین چاودنې، ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
په تېره یوه میاشت کې یوازې شپږ تنه خبریالان په ماین چاودنو او هدفي بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments