طالبانو په سپي ځانمرګی برید کو

comments 0

هندوکش – کابل: طالبانو په لوګر کې یو سپي پورې چاودیدونکي توکي تړلي و او بیا یې د امنیه قومندانۍ په قرول ورخوشې کړی و.
کورنیو چارو وزارت وایي، کله چې سپی لیدل شوی چې چاودیدونکي توکي ورپورې تړلي دي، د پولیسو له لوري ویشتل شوی او چاودیدونکي توکي یې شنډ شوي دي.
له وزارت خپره شوې اعلامیه لیکي چې دا پېښه تېر ماښام د مرکز پل عالم کې شوې ده.
طالبانو پلان درلود چې دا سپی پولیسو ته په رسیدو د ریموټ کنټرول په واسطه چاودنه وکړي، خو مخه یې نیول شوې ده.
طالبانو تر دې وړاندې نورو حیواناتو پورې هم بمونه تړلي و او بریدونه یې پرې ترسره کړي.
طالبانو د دې تر څنګ په کراتو کراتو د ښځو په برقو کې بریدونه کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments