طالبانو په سرپل ولایت کې ۷تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

comments 0

هندوکش – سرپل: دسرپل ولایت ځايي چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي،چې وسلوالو طالبانو دسرپل ولایت په مرکز او اقتاش سیمه کې ماین ځای پرځای کړی و،چې په پایله ماین دملکي وګړو په یوه موټر چاودنه کړې او په ترڅ کې یې ۷تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
چارواکي زیاتوي،چې په یاده پیښه کې ۳تنه ملکي وګړي وژل شوي او۳میرمنې او یونارینه په کې ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې دسرپل اوسیدونکو له طالبانو غوښتي دي،چې دبې ګناه ملکي وګړو له وژلو لاس واخلئ او سوله وکړئ.
عاطفه مصمم

Comments