طالبانو په سرپل ولایت کې یو کوچنی ماشوم وژلي دی

comments 0

هندوکش ـ سرپل: د سرپل ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د یاد ولایت سنچارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې یوماشوم چې څه موده وړاندې د طالبانو په ماین کې ټپي شوی و، د سنچارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې له موټره ښکته کړی او وژلی دی.
ځايي چارواکي وايي، چې طالبان هره ورځ د هېواد په بیلا بیلو ولایتونو کې ملکي وګړي او افغان ځواکونه شهیدانوي، طالبان د سولې له ملي پروسې څخه د فرصت په توګه ګټه اخلي او تاوتریخوالي ته دوام ورکوي.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په بلخ ولایت کې دیني عالمانو د افغان ځواکونو هڅې او قربانۍ ستایلې دي.
عاطفه مصمم

Comments