طالبانو په جوزجان ولایت کې ۸تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش ــ جوزجان: د جوزجان ولایت ځايي چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د جوزجان ولایت په فیض اباد ولسوالۍ حیدر اباد په سیمه کې ماین ځای پرځای کړي وو، چې په پایله کې ماین چاودنه کړې او ۸تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي زیاتوي، چې په یاده چاودنه کې یو تن ملکي وګړی وژل شوی او ۷تنه نور ټپیان شوي دي.
په ورته وخت کې د جوزجان ولایت دیني عالمان د طالبانو یاد عمل په سختو ټکو سره غندي او وايي، چې دملکي وګړو وژنه د انساني او اسلامي اصول خلاف عمل دی.
عاطفه مصمم

Comments