طالبانو په تیره یوه اونۍ کې ۶۶تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندکش _ کابل: دافغانستان ملي امنیت شورا وایي،چې وسلوالو طالبانو دروژې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې ۱۷تنه ملکي وګړي وژلي او ۴۹ تنه یې په بیلا بیلو بریدونو کې ټپیان کړي دي. دوی وایي،چې طالبانو ملکي وګړو ته یاده مرګ ژوبله دهېواد په ۱۷ولایتونو کې اړولې ده. دیادونې وړ ده،چې په دې ورستیو کې طالبانو دملکي وګړو وژنې ته زور ورکړی او داسې ورځ دې نه وي،چې دهېواد په مختلفو ولایتونو کې ملکي وګړي نه وي وژل شوي.
سپوژمی پوپلزی

Comments