طالبانو په تخار کې د ښوونځي مدير او معلم وژلي

comments 0

هندوکش ــ تخار: د تخار امنيتي مسوولان ادعا کوي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د دغه ولايت مرکز تالقان ښار اړوند سيمه کې د يوه ښوونځي معلم او مدير وژلی دي.
دوی زياتوي سيف‌الرحمن مدير او عبدالکريم په تالقانو کې د يوه لومړني ښوونځي معلم و چې تېره شپه د وسله‌والو طالبانو له لوري په ډزو سره وژل شوي دي. امنيتي مسوولانو دا هم ويلي چې عبدالکريم د معلمۍ ترڅنګ په تالقانو کې د يوه جومات ملا امام هم و.
دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې وسله‌والو طالبانو موده وړاندې په دې ښار کې د ابو عثمان تالقاني په نوم يو ښوونځی سوځولی و. تر اوسه وسله‌والو طالبانو د دې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي وي.
نجیبه سروري

Comments