طالبانو په تخار ولایت کې یو دیني عالم وژلی دی

comments 0

هندوکش ـ تحار: د تخارولایت سیمه ییزچارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره شپه د تخارولایت په مربوطاتو کې یو تن دیني عالم په خپل کور کې وژلی دی.
چارواکي وايي، چې وژل شوی دیني عالم د یوې ښوونځي مدیر په توګه دنده ترسره کوله.
سیمه ییزچارواکي زیاتوي، چې طالبان د سولې مذاکراتو سره هم مهاله جګړې ته زور ورکړی او غواړي په مخلتفو ولایتونو کې د ټولنې تکړه دیني عالمان، قومي مشران، ځوانان ترور کړي .
په ورته مهال کې د یاد ولایت اوسیدونکي په طالبانو نیوکه کړې،چې وسلوال طالبان دې نور د سولې په نوم ډرامه پای ته ورسوئ او رښتنیې او واقعي سولې لپاره هڅې وکړئ.
نجیبه سروري

Comments