طالبانو په بدخشان ولایت کې د یوې کورنۍ ۲غړی وژلي او یوه انجلۍ یې له ځان سره بېولې

comments 0

هندوکش ـ بدخشان: د بدخشان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چې وسلوالو طالبانو د بدخشان ولایت په وردوج ولسوالۍ کې دعبدالودود په کورنۍ وسلوال برید کړی،چې په پایله کې یې یو زوی او میرمن وژلي او دهغه یوه لور یې نامعلوم ځای ته بېولې.
وسلوالو طالبانو په عبدالودود تور پورې کړی،چې افغان دولت ته یې جاسوسي کوله او له همدې امله یې په کور برید کړی دی.
عیني شاهدان وایي،یادې کورنۍ له افغان حکومت سره هیڅ ډول اړیکې نه لرې او د عبدالودود په نوم کس یوغریبکار اوعادی سړی و،چې څو میاشتې وړاندې له ایران څخه افغانستان ته راستون شوی و.
نجیبه سروري

Comments