طالبانو په بادغیس کې د هاوان مرمۍ توغولو له امله ۹ تنه ولسي وګړي ټپیان کړل

comments 0

هندوکش ـ بادغیس: د بادغیس ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چې تیره ورځ وسلوالو طالبانو د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د ملکي وګړو په کورونو باندې د هاوان مرمۍ توغولې، چې له امله یې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۹ تنه ملکي وګړي ټپیان کړي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې طالبانو له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ماتې خوړلې او په داسې کړنو سره غواړي، چې د نظام او ولس ترمنځ واټن رامنځته کړي.
په ورته مهال کې د یاد ولایت اوسیدونکو د طالبانو یاد عمل په غبرګون کې ویلي دي، چې طالبان دې د ولسي وګړو سره دښمني بس کړي او د جګړې پرځای دې سولې ته لومړیتوب ورکړئ.
دوی همدا راز زیاته کړه، که طالبان له داسې ظلمونو لاس وانخلي په وړاندې به یې ولسونه راپورته او ملي پاڅون به ترسره کړي.
امیرحسین سلجوقي

Comments