طالبانو په ارزګان ولایت کې ۱۰ تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش ـ ارزګان: د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې وسلوالو طالبانو تیره ورځ د ارزګان ولایت په هراووت ولسوالۍ کې د ولسي وګړو په یوه کور باندې د راکټ مرمۍ توغولې ده، چې له امله یې د میرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۰ تنو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي چارواکي زیاتوي، چې طالبان په سوله باور نه لري او له هغې ورځې چې په قطر کې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي جګړې ته یې زور ورکړی او د هېواد په مختلفو ولایتونو کې بې ګناه ولسي وګړي شهیدانوي.
په ورته مهال کې د ارزګان ولایت اوسیدونکي وايي، طالب وسلوال دې د سولې ملي پروسې د بریالیتوب لپاره له جګړې لاس واخلئ او سوله وکړئ.
دا په داسې حال کې ده چې وسلوالو طالبانو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه د ولسي وګړو په یوه کور باندې راکټ توغولی چې په پایله کې ۵ تنو لسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګیالی کوهنورد

Comments