طالبانو پاکستانیان د کانونو د چور لپاره راوړي

comments 0

هندوکش ـ غزنی: غزني کې د زرکشان په کان چور ګډ دی او طالبانو د کیندنو لپاره پاکستاني انجنیران راوړي او ډبرې پرې کیندي.
د ډبرو دا کان د غزني په مقر ولسوالۍ کې دی او خلک غوښتنه کوي چې باید د طالبانو مخه ونیول شي چې دا کان و نه کیندي.
د مقر اوسیدونکي وايي، طالبان د کان کنل شوې ډبرې پآکستان ته قاچاق کوي او په وړ بیه یې ورکوي.
ځایي خلک وایي، طالبان له دې درکه پيسې په لاس راوړي او هر هغه څوک په مرګ ګواښي چې د دې کان د مخنیوي لپاره راپورته کیږي.
شاه رسول غزنوی

Comments

Leave a Reply