طالبانو ټول ملت ته سپک وکتل / نوید احمد څرک

comments 0

د لوی مشورتي جرګې ګډونوالو د هر قوم، هرې سیمې او هر قشر استازیتوب کو او د هېواد له ګوډ ګوډ څخه خلکو پکې ګډون کړی و او هر چا د یوې ډلې، یوې سیمې او یو قشر استازیتوب کو.
جرګې ګډونوالو په پنځه ورځني بحثونو او پریکړو کې دا وښوده چې خپلواکه نظرونه ورکوي او هیڅ ډول فشار پرې نشته چې فرمایشي خبرې وکړي، هغه خبرې چې سیاسیونو او دولت ضد وسله والو ډلو ترې اندیښنه درلودله.
دا جرګه ګې ۵۱کمیټو کې یې بحثونه وکړل، هرې کمیټه کې داسې استازي و چې فکر کیده د طالبانو له لوري رالیږل شوي او د هغوی لپاره یې لابي کوله، خو ټولو یې نظر ته احترام درلود، له طالبانو هاخوا نور خلک له هزاره او تاجک چې پخوا به یې طالب ته ترهګر ویل، د جرګې په کمیټو کې یې ورته د ورونو خطاب کو.
دا هر څه د دې لپاره و چې ګوندې طالب به سولې ته غاړه کیږدي او نور به له جګړې لاس واخلي.
ځینو کمیټو کې د طالب فکرو سره یو ځای چې د طالب له امله قرباني کورنیو غړي ناست و، بیا یې هم طالب زغمه او د طالب پلوو نظرونو ته یې احترام درلود او په پریکړو کې یې نظرونه شامل و.
طالب دا جرګه څنګه غندلې ، مالومه خبره ده چې طالب غواړي د افغانانو هر هغه ارزښت او مقدساتو ته ضرر ورسوي چې خلک پرې باور لري او پریکړو ته یې احترام لري.
طالب پلمه کړې چې په دې جرګه کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي حضور او هوایي بریدونو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو ملي ټلویزیون د ټولو کمیټو خبرې په ژوندۍ بڼه نشر کړي او نږدې هر یو همدا غوښتنه کړې، خو د هوایي بریدونو د بندیدو سره یو ځای یې د ځانمرګو بریدونو او سړک غاړي ماین چاودنې هم یادې کړي چې طالب یې کوي او زیات زیان یې ملکي وګړو ته اوړي.
طالب دا جرګه د اشغالګرو یاده کړې او ټول ملت استازو ته یې سپک کتلي، طالب دا کار د دې لپاره وکړ چې دا مهمه برخه نوم بدې کړي او دا ارزښت چې خلک یې پریکړو ته درناوی لري، ناسم تعریف کړي.
جرګه کې هم پر حکومت نیوکه شوې او هم پر طالب، د خلکو استازو چې اکثره یې د جګړو قرباني و، په اوربند او بین الافغاني سولې ټینګار کو چې هیڅ بهرني سرتېری په افغانستان کې پاتې نه شي، دا هغه غوښتنه ده چې طالبان یې هم لري، خو طالب یې ځکه د بل په خوله نه غواړي چې بیا پکې د دوی سیاسي تجارت له منځه ځي.
د ځینو هغه خبره رښتیا شوه چې له جرګه وړاندې به یې ویل چې طالب د جګړې لپاره رامنځ ته شوې پروژه ده او په هیڅ صورت اوربند او سوله نه کوي، طالب به تر هغې جګړې ته دوام ورکړي چې بهرنۍ ګټې افغانستان کې خوندي شي او کله چې دا پروژه ختمه شوه د بلې پروژې د رامنځ ته کیدو لپاره به کار کیږي.

Comments