هندوکش ـ بغلان: په بغلان کې د تير په څير طالبانو پر عام ولس د روان ظلم په لړ کې برښنا پرې کړې چې په ډيرو ولايتونو کې د ازبکستان او تاجکستان صادراتي برښنا پرې شوې.
پيښه د شنبې په شپه سهار درې بجې د بغلان د دوشي ولسوالۍ په لرخوابي سیمه کې شوې.
طالب ترهګرو يوه پايه په بمونو الوزولې او درې نورې يي اره کړي دي.
سيمې ته افغان سرتیري رسيدلي دي او د برښنا شرکت تخنيکي ټيمونه هم په شدت کار کوي څو برښنا بیرته وصل کړي.
اقتصادي شنونکي وايي چې طالبان دا کار د پاکستان په امر کوي ځکه چې په هیواد کې د هوساينې او بساينې پر ضد دوی ته هر پلان پاکستان ورکوي.
د چارو د شنونکو په خبره:« له برښنا څخه ډيره ګټه کارخانې اخلي او پاکستان نه يوازې په افغانستان کې هيڅ کارخانه نشي منلی بلکه تل يي هڅه کړې چې د خپلو توکو لپاره افغانستان بازار جوړ کړي.»
د دوی په خبره چې پاکستان په روان کال کې د طالبانو ماتې پر عامه تاسیساتو او ملکي برخه د ورته بريدونو په کولو سره پټول غواړي.
تر دې مخکې هم درې ځلې طالبانو د برښنا پايي په بمونو الوزولې وې.
د طالبانو دې ظلم په ټولنیزو پاڼو کې هم پراخ بحثونه را پارولي دي او زرګونوخلکو پر دوی نيوکې کړي دي.
عام خلک په دې نظر دي چې طالبان د حکومت نه بلکه د ولس دښمنانان دي نو ځکه خو کله په عامه ځايونو کې چاودنې کوي، کله پلونه او سړکونه په بمونو الوزوي او کله بیا د برښنا پر پايو او بندونو بريدونه کوي.
د ټولنيزو پاڼو کارونکي وايي چې که ولس لاس سره ورنکړي طالبان به يو لوري ته افغان ولس د اوبو له مدیريته منع کړي، بل لوري ته به د بندونو د اعمار مخه ونيسي او په بل اړخ کې به يي حتی پردۍ برښنا هم پر افغانانو نه وي پيرزو چې د دوی کورونه دې پرې رڼا شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ پلخمري