طالبانو ولې شهیدانو ته و نه کتل؟

comments 0

0 Views

افغانستان کې زیات شمېر خلکو د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پروړاندې وسله پورته کړه او کلونه یې د دې یرغل پرضد جهاد وکړ او د مهاجرت لوږې تندې یې وزغملې، دا هر څه د دې لپاره و چې له دې یرغل ځان او هېواد وژغوري، همغه و چې بریالي شول، خو دا بریالیتوب اسانه نه و، میلیونونه کسان شهیدان او معلول شول چې ټولو ته مالومه ده.
اوس طالبان چې هر کله د امریکا حضور او امریکا ته د ماتې خبره کوي، نو روسيي ته اشاره کوي چې په افغانستان کې یې ماتې خوړلې او امریکا به هم ماتې وخوري، خو همدې طالبانو له روسيي سره خپلې اړیکې تایید کړي او دا اړیکې لا پالي.
له هغې ورځې چې طالب روسيي ته لاس ورکړی د خپلو شهیدانو وینه یې بې ارزښته وبلله او هغه هېوادوال چې د روسيي د یرغل پروړاندې شهیدان شول، طالب بابیزه وګڼل او د خپلو ناولو ګټو لپاره یې روسيي سره هوکړې لاسلیک کړې چې وسلې ترې ترلاسه کړي او دلته پرې افغانان ووژني.
له طالب مو ګیله نه ده چې ولې یې له روسيي سره اړیکې ټینګي کړي او ولې ترې اوس د افغانستان د جګړې لپاره امکانات اخلي، ځکه طالب يو حجرتي قاتل باندې بدل شوی او هر څوک چې پیسې ورکوي او د جګړې امکانات ورته برابروي د همغې د ګټو لپاره جګړه کوي او نوم د اسلام ورکوي.
کله چې د طالب له جګړې سره د اسلام او جهاد نوم اورم، خواشینی شم چې له دې ټولو سره چې کلونه طالب ولیدل شو چې د بل په غیږ کې او د بل په دستور د افغان وژنې فتوا اخلي، بیا هم یې سلګونه او ان زرګونه جنګیالي په دې جګړه کې برخه اخلي چې هم یې خپل اولادونه خوار کړي او هم د نورو ډيرو اولادونو ژوند یې خراب کړ او لا یې خرابوي.
که د طالبانو په لیکو کې یو طالب له خپلو مشرانو پوښتنه وکړي چې موږ ولې د خپل افغان د وژلو لپاره له روسيي مرسته واخلو، ایا روسیه د دې مرستې په بدل کې خپلې ګټې نه لري، دا ګټې څه دي او ورته نورې پوښتنې وشي، کیدای شي سر مو خلاص شي.
د طالب یوه پلمه دا ده چې دلته امریکایي اشغال دی، خو د امریکایي اشغال د ماتې لپاره باید له روسيي پیسې واخیستل شي؟ ایا ستا اوسنی جګړه له امریکا سره ده او که له خپلو افغانانو سره؟
امریکايي عسکر په خپلو بیضونو کې ناست دي، روسیه په کرملین ماڼۍ کې ناست دي او زموږ د افغان وژنې ننداره کوي، دا ننداره به تر هغې دوام کوي، تر څو چې طالب مشران په فریبانه تبلیغاتو د جګړې لپاره ناپوه افغانان سوق کوي او د جګړې لیکو کې یې د بل افغان ورور په مقابل کې جنګوي.
طالب کلونه د پاکستان د ای ایس ای په دستور خپل هېواد کې جګړه وکړه، خو د جګړې په ډګر کې یې هیڅ بریالیتوب لاس ته نه دی راوړی، یواځې دومره چې پوسته ووهه او بیرته وتښته، ولسوالي ونیسه او بیرته وتښته، بس خپل بادرا ته یې راپور ورکړی چې دومره افغانان یې وژلي او بس.
اوس چې طالب د امریکا په نوم په افغانستان کې جګړه کوي او دغې جګړې ته په سپين سترګۍ د جهاد نوم ورکوي، د امکاناتو په اړه خپلو وسله والو ته څه نه وايي چې له کومه ځآیه یې ترلاسه کوي.
پخوا به طالبانو خپلو ملګرو ته ویل چې اسلامي هېوادونه لکه سعودي، قطر او…. هېوادونه ورته امکانات برابروي، خو اوس هغوی هم له طالبانو لاس اخیستی، ځکه طالب یې وپيژنده چې حجرتي قاتلین دي او لکه د فاحشې چې هر چا پيسې ورکړې د هغې غیږ ته ځي، نو لاس یې ترې واخیست.
اوس هم طالبانو خپلو وسله والو ته وایي چې په چنده یې جګړه روانه کړې، خو په چندو جوماتونه نه ساتل کیږي، دا لا جګړه ده، هر څه د روسيي دي، یواځې بشري قوه د طالبانو ده او افغان وژنې ته یې دوام ورکړی.
لیکوال : سید عبدالله پاچا


لیکنې د لیکوالانو خپل نظر دی هندوکش يي هيڅ ډول مسوليت نه اخلي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply