طالبانو وارداتي برښنا پرې کړې

comments 0

هندوکش – هرات: طالبانو د هرات رباط سنګي ولسوالۍ کې د ترکمنستان برښنا قطعه کړې ده .
طالبانو له ترکمنستانه هرات ته رالېږدول شوې برېښنا پرې کړې ده .
د والي ویاند جیلاني فرهاد وايې، تېره شپه طالبانو د رباط سنګي ولسوالۍ په خلووکانو سیمه کې د برېښنا مزي وېشتي دي.
هغه وايې اوس مهال د هرات نیمایې ښاریان برېښنا نلري .
فرهاد وايې سیمې ته د برېښنا ریاست تخنیکي ډله رسېدلې او هڅه کوي چې دغه مزي بېرته ونښلوي.
طالبانو دا کار پر افغان حکومت باندې د فشار اچولو له امله کړی او دغه راز له دې درکه طالبان له برښنا شرکت څخه باج اخلي.
امیر حسین سلجوقي

Comments