طالبانو ملکي کارمندان تښتولي

comments 0

هندوکش – فراه: فراه کې نا مالومه وسله والو پنځلس دولتي کارکوونکي تښتولي.

د فراه ځایي چارواکو بیا ویلي، دغه پنځلس دولتي کارکوونکي تیره ورځ وسله والو طالبانو تښتولي دي.

د فراه ولایتي شورا غړو ویلي، دغه کسان فراه ښار کې خپلو کارونو ته روان وو چې، د طالبانو له خوا برمته شول.

ویل کېږي، وسله والو د ولایت د حاضرۍ د مدیر په شمول، درې تنه ځای پر ځای وژلي او ۱۱ نور یې له ځان سره پشت رود ولسوالۍ ته بیولي دي.

عاطفه مصمم

Comments