طالبانو لوګر کې دیني عالم شهید کړ

comments 0

هندوکش – لوګر: د لوګر مرکز پل علم ښار د جامع جومات خطیب او د لوګر عالمانو شورا مرستیال امیر جان د مرکز اړوند خمندو پل سیمه کې د ماسختن د لمانځه پر مهال وسله والو طالبانو په ډز شهید کړی دی.
د پولیسو لومړني مالومات ښيي چې د پیښې پر مهال جومات کې نور څوک نه وو خو له مولوي امیرجان سره یو کس و چې وسله وال جومات ته ورننوتل امیرجان یې شهید کړی او دا بل کس یې تړلی و .
مولوي امیر جان د سولې ملاتړ او د جګړې مخالف و چې وسله والو طالبانو هدف ګرځولی دی.
طالبانو تر دې وړاندې په ننګرهار کې دوه دیني عالمان هدف وګرځول چې د جګړې مخالفت یې کو.
عبید رادپور

Comments