طالبانو له پاکستاني علماوو غوښتنه کړې

comments 0

17 Views

هندوکش – پښتونخوا: افغان طالبانو له پاکستانیو علماوو غوښتي چې په اندونیزیا کې د افغان سولې په تړاو کنفرانس کې ګډون و نه کړي.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډایلي ټایمز لیکلي، طالبانو خپل لیک د پاکستانیو علماوو شورا د مشر مولانا طاهر اشرفي په ګډون مشهورو علماوو ته استولی دی.
مولانا طاهر اشرفي هم منلې چې د طالبانو له لوري ورته لیک استول شوی، خو وايي چې پاکستاني علما په ټوله نړۍ کې د سولې له بهیره ملاتړ کوي.
ټاکل شوې چې د افغان سولې په تړاو د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د علماوو غونډه د می میاشتې په یوولسمه نېټه د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې جوړه شي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments