طالبانو له اقتصادي او ملي پروژو خپل ملاتړ اعلان کړ

comments 0

هندوکش : په یوې اعلامیې کې چې د یادې ډلې د عالي شورا د سرپرست لخوا خپره شوې راغلي چې هیوادوالو ته هوساینه په موخه له هر هغې پروژې ملاتړ او ساتنه کوي چې ملي ګټې پکې خوندي وي.
اعلامیه چې د افغان طالبانو جلا شوې ډلې لخوا خپره شوې پکې د ټاپي پروژې په اړه ویل شوې چې مونږ د دا ډول اقتصادي پروژو ساتنې ته ژمن یو او تر ابده به ترې ساتنه کوو.
خبرپاڼه چې د یادې ډلې د عالي شورا سرپرست (عبدالمنان نیازي) له آدرسه خپره شوې لیکل شويُ ، د “ټاپي لویه او عایداتي پروژې نل لیکې د رغېدو چارې نژدې راتلونکې کې پیلېږي چې ددې پروژې سیمه ییزې ستونزې او تربګنۍ تر حده وتلې او تل پاتې دي.”
اعلامیه کاږي، دا ډول اقتصادي پروژې ‌ټول ولس ته اسانتیاوې او اقتصادي وده رامنځ ته کوي،‌ همدا ده چې ټاپي او دې ته ورته پروژې یې د ولس په ښېګڼه او ښه راتلونکي ته د لار هوارېدو لامل بللی.
طالبانو په یادې اعلامیې کې ویل، “هېچا یا هېڅ هېواد ته به اجازه ورنه کړي چې ددې پروژې پروړاندې خنډونه جوړ کړي”.
یادې ډلې ایران ته په خطاب کې ولي،‌ ایران تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او له دې عمله ډډه نه کوي او نه غواړي افغانان هوسا شي او ناتړلی پر پښو ولاړ نظام ولري.
د طالبانو دا بې سارې اقدام په داسې حال کې ترسره کیږي چې تردې وړاندی حکومت د ټاپې پروژې د پیل اعلان کړې او ویلي د چې په راتلونکو څو ورځو کې به د یادې پروژې چاري پیل شي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply